د اماراتو خبري اژانس (WAM) د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې جايزې لپاره له ۱۰۵ هېوادونو څخه ۵۶۱۸ غوښتنليکونه ترلاسه شوي، چې کابو ۳۰ فیصده ئې ښځې وې. سږ کال د ښځو لپاره ځانګړی څانګی جوړ شوی دی. د مسئولانو په وينا، ۳۷۳ نارينه قاريان او ۱۵۲ قاريانې دويم پړاو ته ټاکل شوي دي. ارزونه د جولای له لومړۍ تر ۳۱ ( چنګاښ یا سرطان له ۱۰ تر د زمري ۹ ) د قاريانو د لېږل شويو ويديوګانو پر بنسټ ترسره شوه او د تجويد قوانينو او عمومي اجرا د کيفيت په اساس وشوه.
د دوبۍ د اسلامي چارو او خيريه فعاليتونو عمومي مشر او د جايزې د امناء بورډ مدیر احمد درویش المهيري،وويل: د ۲۸ پړاو لپاره د ګډون پروسه نوې شوې، د قضاوت نوې طريقه او د جايزو مجموعه تر ۱۲ ميليونه درهمو زياته شوې ده. د نارينه او ښځينه لومړي قاريان هر يو يو ميليون امریکائي ډالر ترلاسه کوي.
ابراهیم جاسم المنصوري، چې د دغې جايزې موقتي مدير دی وويل: د قضاوت بهير ډېر دقيق او بېطرفه و. ټول تلاوتونه د تجويد پر مهارت او د اجرا پر کيفيت ارزول شوي دي. بنګله دېش د ۸۱ کسانو په ټاکل کېدو سره تر ټولو زيات ګډونوال لري، ورپسې پاکستان (۴۸)، انډونیشا (۴۵)، مصر (۳۵)، هند (۲۷)، ليبيا (۲۴)، امريکا (۲۰) او موريتانيا او يمن هر يو (۱۳) راځي.
دويم پړاو به د قرائت ژوندۍ او انلاين ارزونه ولري. د دې پړاو وروستي غوره شوي کسان به د رمضان په دويمه اوونۍ کې په دوبۍ کې سيالي وکړي. د دوبۍ نړيواله قرآني جايزه په ۱۹۹۷ کال کې پيل شوې او له هماغه وخت راهيسې د نړۍ تر ټولو پېژندل شويو قرآني تلاوت سياليو څخه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4298729